Latest Seminars

Home / Seminar

بای پولر یا دوه قطبی اروایې ګډوډي

دوه قطبي ګډوډي د خوښۍ یا غم او یا مستۍ او ژورخفګان ترمنځ یو نوساني یا کته او پورته حالت پړاو دی، چې په دې پړاو کې اخته کس نورمال حالت هم تجربه کوي دا دورې خفیف لېونتوب، لېونتوب او ژورخفګان هم نومول کېږي د خوی او خصلت د حالاتو بېلابېل جوړښتونه شتون لري او شته، چې دوه قطبي ګډوډي په څو برخو وېشي.
څنګه پيدا کېږي؟
دوه قطبي ګډوډي شاید له باندنیو پېښو، ذهني او عمومي فشار څخه منځته راشي چې د نوې ځوانۍ پړاو کې ښکاره کیږي او یوه عمري یا دایمي ناروغي ده.
پر دوه دوه قطبي ګډوډۍ باندې د اخته کېدو خطر د ژوند په هر پړاو کې تر ۲سلنه شتون لري او د ټولې نړۍ خلک پرې یو شان اخته کیږي.
د لېونتوب او خفیف لېونتوب پر مهال شاید تاسې د سنجولو او پرېکړې وړتیا له لاسه ورکړۍ او په پایله کې مو پر اړیکو، کار او اقتصادي وضعیت باندې اغېز وښندي.
که مو احساس وکړ چې په دوه قطبي ګډوډۍ اخته یاست، کولی شئ د ارواپوهنې مشورتي مرکز ته مراجعه وکړئ او هلته لومړنۍ ارزونه سرته ورسوئ یانې کتبي ټیسټ ورکړئ تر څو ښکاره شي، چې تاسې په دوه قطبي ګډوډۍ اخته یاست، کنه!
ددې ګډوډۍ درملنه له دې امله ارزښت لري چې کولی شي ستاسو په ټول ژوند اغېز وکړي اوبل دا چې د ځان وژنې جدي خطر له ځان سره لري.
که چېرې تاسې په دوه قطبي ګډوډۍ باندې اخته یاست نو دارو درملنې ته هم اړتیا لرئ تر څو وکولی شئ ددې ګډوډۍ د شدت او بیا راتګ مخنیوی وکړئ او دا کار کلینکي ارواپوه کوي.
ددې ګډوډۍ د بېرته راګرځېدو د خطر د مخنیوي په پار تاسې او ستاسو په چاپېریال کې شته خلک د دوه قطبي ګډوډۍ او د هغې د نښو نښانو په اړه د اړتیا وړ معلوماتو او خبرتیاوو ته اړتیا لرئ، اروايي درملنه او له دارو درملنې سره يې ارزښتناکه اړیکې ځانګړی اهمیت لري. د درملنې یوه بله لار دا هم ده، چې له وړاندې د عمل یوه لایحه ولرو، دا پر هغه مهال چې تاسو ددې ګډوډۍ د نښو نښانو په اړه پوره خبرتیا ولرئ او ډاډمن واوسئ.